د هغه سړې محاکمه نن په ناروی کې پیل شوه او دا اوس هم روانه ده چې تیر کال په دوو حملو کې د اوه اویا کسانو پر وژنې تورن دی.
تورن سړی وایي، چې دا کار یې په ناروی کې د مهاجرت د لیبرالې پالیسي په وړاندې په اعتراض کې کړی وو .
درې دیرش کلن اندرس بروفیک په ترهګری او ډله ایزی وژنې تورن دی.
اندرس په اوسلو کې له هغې بمې چاودنې سره په تړاو هم تورن دی چې اته کسه یې په ترڅ کې ووژل شول.
که پر ده باندې دا تورونه ثابت شي نو کېدای شي چې په عمري بند محکوم شي او که چیرته محکمه د دې خبرې تر اغیز لاندې راشي چې دا سړی لیونی دی نو ممکنه ده چې خپل ټول ژوند د روغتون په هغه څانګه کې تیر کړی چې د سختو ذهنی ناروغانو لپاره وي .