لوګر: هغه تن چې نن سهار يي پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې له منځه وړل شوی

د لوګر والي طاهر خان صبري وایي، هغه تن چې نن سهار یې له یوې ودانۍ څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې له منځه وړل شوی.

خو زیاتوي چې د لټون عملیات لا هم دوام لري تر څو د نورو دا ډول پيښو مخنیوی و شي.

د دې عملیاتو په لړ کې څلور راکټونه او څلور میله ماشیندارونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

تر دې مخکي د لوګر امنیتي چارواکو ویلي وو چې، یو حمله کونکی چې له بیګا را هیسي له دوی نه ورک وو، نن سهار یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې.