۳۶ تنه وسله وال چې په۳ولایتونو کې ځان وژونکي حملې وکړې، له منځه وړل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، ۳۶ تنه هغه وسله وال چې پرون یې د هېواد په دریېو ولایتونو کې ځان وژونکي حملې وکړې، له منځه وړل شوي.

د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، د حمله کونکو له ډلې نیول شوي یو کس ځان د حقاني شبکې غړۍ معرفي کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې یې روزنه لیدلې.

د ښاغلي محمدي په وینا په دې نښتو کې ۸ تنه حکومتي ځواکونه مړه او ۴۰ تنه ټپیان شوي او د ملکیان له ډلي ۳ مړه او ۲۵ ټپیان شوي:

"په مجموع کې په څلورو ولایتونو کې چې ما یې یادونه و کړه، ۳۶ تنه وژل شوي. ټولو دې تروریستانو په دې حملو کې لاس درلود."

په ورته وخت کې د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې کابو دوه ساعته مخکې یې یو ځان وژونکی د کابل د څرخي پله په سیمه کې مخکي تر دې چې ځان والوزوي، نیولی او له منځه وړل شوي.

طالبانو د دې پيښو مسئولیت منلی.