په بیلاروس کې د حکومت یو مخالف او د ډیموکراسۍ یو فعال له بنده خوشې شوی

راپورونه وايي، چې په بیلاروس کې د حکومت یو مخالف او د ډیموکراسۍ یو فعال له بنده خوشې شوی دی.

له دې نه یورځ مخکې د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د ولسمشر لوکاشینکا په وړاندې کاندید اندرې سانیکاو هم له زندان څخه ازاد خوشې شو.

د راپورونو له مخې د دیموکراسۍ فعال دیمتري باندارینکا د ۲۰۱۰میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید سانیکاو د انتخاباتي کمپاین مشري کوله.

نوموړی په پایتخت مینسک کې د ولسمشر لوکاشینکا د انتخابیدو پر ضد مظاهرو پر مهال نیول شوی وو او تیر میلادي کال په دوه کاله بند محکوم شوی وو.

اروپايي ټولنې د بیلاروس له حکومت غوښتي چې ټول سیاسي زندانیان خوشې کړي.

دغې ټولنې د بیلاروس پر یو شمېر چارواکو د سفر او اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.