فرانسې د اروپا د بانک د فعالیت د پراخوالي په اړه د غور بحث غوښتنه کړې

د فرانسې ولسمشر د اروپا د مرکزي بانک د فعالیت د پراخوالي په اړه د غور بحث غوښتنه کړې ده.

د اروپا مرکزي بانک دا مهال د افلاس د سطحې د کنترول لپاره محدوده دنده لري.

اقتصاد پوهان وايي، پر نورو مسایلو د تمرکز له امله له اقتصادي بحران او په اروپايي ټولنه کې د پورونو له روانۍ لړۍ څخه ددې بانک توجه اوښتې ده.

خو د امریکا فدرال بانک بیا د اروپا د مرکزي بانک په مقایسه د انفلاسیون سره د مقابلې او او د ودې د سطحې د لوړوالي لپاره کار کوي.

دغه راز د نیکولاس سرکوزي په مقابل کې د فرانسې د ولسمشرۍ لپاره کاندید له دې نه مخکې د اروپا د مرکزي بانک د پراختیا غوښتنه کړه وه.