څلویښت فلسطیني پلوه اروپايي فعالان د اسراییلي پولیسو له خوا ونیول شول

راپورونه وايي، څلویښت فلسطیني پلوه اروپايي فعالان پرون د اسراییلو پایتخت تلبیب ته له رسیدو سره سم د دې هېواد د پولیسو له خوا ونیول شوه.

د اسرايیلو د کورنیو چارو د وزارت یوې ویاندې وویل، د چار شنبې په ورځ يې د هوايي کرښو شرکتونو ته د هغو ۱۲۰۰کسانو نومونه ورکړي چې دې هېواد ته له ننوتو منع شوي دي.

اسرايیلو په ډاګه کړې، چې که د هوايي کرښو هر یوه شرکت دا کسان اسرایلو ته راوړل نو د بیرته رسولو مسولیت به يې هم د هغه شرکت پر غاړه وي.

د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ددغو فعالانو په اړه وویل :

"هغوي دلته څه کوي، د څه لپاره راغلي ؟د منځني ختیځ یوازینۍ دیموکراسۍ ته : که چیرته هغوي غواړي چې د بشري حقونو وضیعت وویني نو لاړ دې شي سورې ته کیدۍ شي د زرګونو بې کسانو د وژلو په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

لاړ دې شي ایران ته او د ښځو سنګسارول دي بند کړي.هغوي دې غزې ته لاړ شي چیرته چې هغه تروریستان چې زمونږ پر اتباعو راکټونه توغوي ،واړه ماشومان د بشري سپرو په توګه استعمالیږي .له هغې وروسته دې مونږ ته راشي بیا به ورسره د هغه څه په اړه چې زده کړي يې دي ورسره وغږیږو."


تنظیمونکو ویلي د اروپا له مختلفو برخو څخه شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطیني پلوه فعالانو اسرایلو ته د تلو ټکټونه اخستي او غواړي چې په لویدیځه غاړه کې د اسرایلو تر اشغال لاندې سیمو ته لاړ شي.

لویدیځې غاړې ته ددغو فعالانو د تلو هدف په بیت الحم ښار کې د یوه نړیوال ښونځي او یوه میوزیم پرانستل دي.