نورستانی: په نورستان کې د افغان ځواکونو عملیات ډېر بریالي دي

د نورستان سیمه یيز چارواکي وایي، چې په کامدیش او برګ مټال ولسوالیو کې د افغان خواکونو پیل شوي پوځي عملیات لاهم روان دي.

د نورستان والي تمیم نورستاني ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه په دې عملیاتو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان دي.

ده څرګنده کړه چې افغان ځواکونو ته هم په دې عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې خو شمیر یې کم دی.

د نورستان له والي تمیم نورستاني سره نسیم شفق مرکه کړې.


Your browser doesn’t support HTML5

د نورستان له والي تمیم نورستاني سره مرکه