د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې یوې چاودنې څلور تنه پولیس ووژل

په کاپیسا کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن د سړک غاړې د مین په چاودنه کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله حمیدي آزادي راډیو ته وویل، چې دا پیښه د دې ولایت په مرکز محمود راقي کې شوې.

د ښاغلي حمیدي په خبره وژل شوو کې د محمود راقي د دوهمې امنیتي حوزې آمر جان اقا فیضي او درې ساتونکې یې شامل دي.

لاتراوسه د دې پیښې مسوولیت چاه نه دی اخیستی.