پاکستاني طالبان وايي، دوى د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د هزاره ګانو د پرونۍ وژنې مسووليت مني.
د تحريک طالبان جند اله ډلې وياند احمد مروت د ازادۍ راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې دغه مسووليت منلى دى.
پرون وسلوالو کسانو چې پر موټرسايکل سپاره وو، په کوټه کې پر يوه موټر چې شپږ تنه هزاره ګان په کې سپاره وو، ډزې وکړې او ټول يې ووژل.
په بله پېښه کې يو بل هزاره ټبره د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو، وسلوالو کسانو يو پوليس ساتونکى هم وژلى دى.
په کوټه کې په وروستيو کې د شيعه هزاره وو وژنې تر بل هر وخت زياتې شوې دي.