″صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا مشر شو″

د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي

افغان ولسمشر صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د نوي رییس په توګه اعلان کړ.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې افغان ولسمشر له پراخو سلا مشورو وروسته دا اقدام کړی.

تر دې مخکې د دې شورا غړو د نوموړي له ټاکلو سره مخالفت څرګندولو او ویل یې، چې د ده عمر دا اجازه نه ورکوي، چې د سولې د عالي شورا مشري په غاړه واخلي.

له ښاغلي فیضي سره دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې د عالي شورا د مشر په اړه له اېمل فیضي سره مرکه