د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې د یو مرستیال له دندې لیرې کول د وزیر په صلاحیت کې نه دی.
د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په خپله عمومي غونډه کې د مالیې له وزیر نه وغوښتل څو د دې وزارت مرستیال مصطفې مستور د هغه د غیر مسوولانه خبرو له امله له دندې ګوښه کړي.
خو د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال بیا د شنبې په ورځ له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دا کار د ده صلاحیت نه بلکې د ولسمشر په صلاحیت کې دی.
دغه مرکه په کابل کې زمونږ خبریالې جمیلې ظریف کړې، نور حال په دې مرکه کې.

Your browser doesn’t support HTML5
له ډاکټر عمر زاخېلوال سره مرکه