په پاکستان کې د بن لادن د کورنۍ مدافع وکیل وایي، د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن دوې میرمنې او اولادونه به په راتلونکي اوونۍ کې سعودي عربستان ته واستول شي.
د روانې عیسوي میاشتې په سر کې، د پاکستان یوې محکمې د بن لادن درې میرمنې چې دوې یې د سعودي عربستان او یوه یې د یمن تابعیت لري، د هغوی له دوو لوڼو سره، پاکستان ته په غیر قانونې ډول د داخلیدو او اوسیدو په جرم په کور کې د پنځه څلویښتو ورځو بند په سزا محکوم کړي وو.
اسامه بن لادن د تېر کال مي میاشت کې اسلام آباد ته نږدي په ایبټ آباد ښارګوټې کې د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا وژل شوی و او د کورنۍ غړي یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او تر دي دمه په اسلام آباد کې بندیان دي.