د سوریې ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ د ترکیې پولې ته څېرمه نښته شوې ده

راپورونه وايي، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د وفادارو ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د ترکیې سرحد ته نژدې نښتې شوې دي.

فعالانو رسنیو ته ویلي، نښته د سوریې د خیربیت جوز په نوم په هغې کلي کې رامنځ ته شوې چې د ترکیې سره په پوله پروت دی.

دا نښته له په سوریه کې له هغه اوربند څخه چې له پرون راهېسې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب نافذ شوی و لومړنۍ څرګنده سرغړونه ده.

له بلې خوا په نیویارک کې ملګرو ملتونو د یو پریکړه لیک مسوده چمتو کړي ده، چې له مخې به یې سوریې ته د دې لپاره څارونکي استول کېږي څو د کوفي عنان له پلان سره د سوریې د حکومت د هم غږۍ څارنه وکړي.

ډيپلوماټان وايي، دا مسوده به د جمعې په ورځ د امینت شورا کې تصویب شي او تر دیرشو پورې څارونکیو ته به اجازه ورکړي چې راتلونکې اونۍ سوریې ته ولاړ شي.

څارونکي به په دې هیواد کې د نافذ اوربند څارنه کوي او دا به هم څاري چې ایا د سوریې حکومتي ځواکونه له پلان سره سم له ګڼ میشتو سیمو وځي کنه.