عینکې باید د ډاکټر په مشوره په سترګو شي

خان قرباغی په یوه سندره کې د چا د ښکلو سترګو ستاینه کوي، چې سترګې دې ډیرې ښکلې دینه، خو که د سترګو ساتنه ونشي، نو ښايي هم دید له لاسه ورکړي او هم ښکلا نو ځکه ځينې ځوانان د دې لپاره چې خپلې سترګې له خاورو دوړو او د لمر له تیزو شغلو خوندي وساتي عینکې په سترګو کوي، خو که د ډاکټر له مشورې پرته داسې عینکې په سترګو شي نو هماغه خبره به وي، چې له بارانه تښتیدم تر ناوې لاندې مې شپه شوه، نغمه هم په یوه سندره کې وايي، چې د چا به شنې سترګې خوښيږي د چا تورې..

که د چا شنې سترګې خوښيږي او که تورې، هغه د هر چا خپل ذوق دی، هر رنګ سترګې چې لرو روغې جوړې دې وي، باید شکر پرې اوباسو او ښه ساتنه یې وکړو، عینکې هم د سترګو په ساتنه کې مرسته کولای شي.

د کابل ښار ځیني ځوانان د سترګو د ډاکټر له مشورې پرته عینکې په سترګو کوي، مصطفی هغه ځوان دی چې وايي، نظر مې نه دی کمزوری چې له ډاکټر سره مشوره وکړم، دی وايي چې د تورو عینکو په اخيستلو کې له ډاکټر سره مشوره اړینه نه ده، ځکه یې چې کوم ډول عینکې خوښې شي هماغه اخلي.

د کابل ښار یو دوکاندار چې عینکې خرڅوي او په دې برخه کې مسلکي پوهه لري، هم دا خبره تایيدوي چې ځینې ځوانان ورنه هغه عینکې غواړي چې خوښې یې شي،خو دی یې پوهوي چې باید له ډاکټر سره مشوره پرې وشي.

ډاکټر ملک دین نجم د کابل په نور روغتون کې د سترګو ډاکټر دی، دی وايي چې د ښار په عامو ځایونو کې د خرڅيدونکو عینکو ښېښې په هغه معیار نه دي جوړې شوي چې باید جوړې شوې وای، نو که څوک یې په سترګو کړي، ښايي له ځينو ستونځو سره یې مخ کړي، ځکه ښه دا ده، چې د سترګو له یوه متخصص ډاکټرسره پرې مشوره وشي.

ځينې ځوانان خو خپلې سترګې له خاورو دوړو او له ځینو مضره وړانګو د عینکو په مرسته خوندي ساتي، خو ځینې ځوانان بیا د دې لپاره ځینې لوبې زده کوي، چې هم د ضرورت په وخت کې د ځان دفاع وکړای شي او هم له هغې لوبې خوند واخلي، کراته هم د همداسې لوبو په ډله کې ده، چې ځوانان یې خوښوي او زده کوي یې.

کراته:

ویل کيږي، چې کراته د لومړي ځل لپاره د جاپان په اوکیناوای کې رامنځ ته شوه، چې د وخت په تېریدو سره افغانستان ته راغله او دلته یې په ۱۳۶۸ کال کې په رسمي ډول فدراسیون هم جوړ شو، دا لوبه په څلورو سبکونو (شوتوکان، شوتریو، ګوجریو او رادریو) ویشل شوې.

عزيز اتل هغه څوک دی چې د دې لوبې د شوتریو سبک یې هغه وخت زده کړ، چې د ده په وینا دا لوبه په افغانستان کې لکه د نوي زيږيدلي ماشوم وه.

دی وايي چې کله به مې د دې لوبې فلمونه لیدل او د ښوونکو په اړه به مې یې خبرې اوریدلې، نو په زړه کې مې له دې لوبې سره مینه پيدا شوه او ومې غوښتل چې زده یې کړم
شوتریو یوه داسې لوبه ده، چې وهل پکې هغومره شدید نه دي، چې مخالف لوبغاړی دې د درد احساس وکړي، بلکې يوازې له هغه سره په تماس او یا په اصطلاح د هغه په ټچ کولو سره نومرې اخيستل کيږي او ځینې فاولونه هم لري، چې يو لوبغاړی باید ترې ځان وساتي.

عزیز اتل د دې تر څنګ چې د شوتریو لوبې یو روزونکی دی او په دې برخه کې له څو کلونو راهيسې ځوانان روزي، د افغانستان د ځوانو ورزش کوونکو د ټولنې مشر هم دی، چې د بیلا بیلو لوبو په برخه کې کلپونه لري او ځوانانو ته د دوی د خوښې لوبه پکې ورزده کول کيږي.

عزیز اتل وايي، چې په افغانستان کې د شوتریو لوبې تر څنګ باید ټولو لوبو ته ځانګړې پاملرنه وشي، روزونکي نړیوالو فدراسيونونو ته د روزلو لپاره ولیږل شي او وايي، چې په افغانستان کې هم باید هره لوبه فني او مکتبي شي او یو ځانګړی سیستم باید ورته جوړ شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې خپرونه