شمالي امریکا ۳ زلزلو ولړزوله، خو تر ټولو قوي زلزله په مکسیکو کې شوې

شمالي امریکا درېیو زلزلو ولړزوله، تر ټولو قوي زلزله په مکسیکو کې شوې. د امریکا د جیولیوژی د مطالعاتو د مرکز له مخې د ریښتر په اندازه ۷ درجو زلزلې جنوب لویدیځ میچوکان ایالت لړزولی.

د دغې زلزلې ټکانونه په مکسیکو سیټي کې هم احساس شوي، ودانۍ یې لړزولي چې له امله یې خلک واټونو ته راوتلي و.

د سترو مالي او ځاني زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

په عین حال کې د ریښتر په اندازه ۵،۹ یوې بلې زلزلې د امریکا لویدیځ اوریګان ایالت او یوې بلې کمزورې زلزلې هم د کلیفورنیا د مرکزي برخې سواحل ولړزول.

تر اوسه د مالي او ځاني زیانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي، چارواکو ویلي چې د دې اړتیا ښایي نه وي چې د دغو زلزلو له امله د څونامي خبرداری ورکړل شي.