په نورستان کې چارواکي وایي، چې د ملي اردو ځواکونو تیره شپه د وسله والو مخالفینو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د دغه ولایت امنیي قومندان غلام ملا نورستاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي، چې وسله والو مخالفینو د کامدیش ولسوالۍ محاصره کړې او خپل فعالیتونه یي زیات کړي دي.
دده د معلوماتو له مخې په سیمه کې د ملي اردو عملیات د کومانډویی ځواکونو لخوا پیل شوي، خو تراوسه یی نتایج ندي څرګند.
د کامدیش ولسوالی د پاکستان له چترال سره اوږده پوله لري چې زیاتره وسله وال له همدې لارې نورستان ته اوړي.