د لوګر نوی والي:پل علم کې بیا رغونه پڅه پرمخ تللې

د لوګر مرکز پل علم

د لوګر نوی والی وایي، چې ښه حکومتداري، د اداري فساد پر ضد مبارزه او بیارغونې ته پاملرنه د ده د کارونو له لومړیتوبونو څخه بلل کیږي.

د لوګر والي طاهرخان صبري له ازادۍ راډیو سره په مرکې کې څرګنده کړه، چې په تیرو کلونو کې د دې ولایت له مرکزپل علم ښار څخه پرته په نورو سیمو کې بیا رغونه پڅه پرمخ تللې.

ده دغه راز ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې د موجودو ستونزو د حل په برخه کې به له قومي مشرانو او د یني عالمانو سره سلا مشورو ته جدي پاملرنه وکړي.

له ښاغلي صبري سره د ازادۍ راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوګر له نوي والي سره مرکه