د امریکا متحدو ایالتونو د اوربند په اړه د سوریې د حکومت د تعهد له اعتبار سره چې ټاکل شوې نن عملي شي په احتیاط چلند کړی دی.
ټاکل شوې ده، چې د دمشق پر وخت د نن سهار له شپږو بجو دا اوربند نافذ شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزان رایس په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: دا مهال په سوریې کې نښتې روانې دي او په هغه څه چې د سوریې حکومت یې ژمنه کړې وه اغیز کوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن بیا په دې برخه کې په هیلمندۍ چلن کړی دی.
نوموړې د چارشنبې په ورځ د اتو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وویل:
(( موږ هغو لارو ته ګورو چې توانايي لرو. په ګډه هڅه کوو چې د سوریې اوسني کړکیچ ته یو سوله ایز حل راوباسو او د سوریې د خلکو لپاره د سیاسي واک د انتقال یوه لاره پیدا کړو. ))
تر دې مخکې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان ویلي و، دمشق ورته خبر ورکړی چې د پنجشبې له ورځې وروسته به ټول پوځي اقدامات ودروي.