استرالیا غواړي له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي

د استرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي.

نوموړي دا خبره د چارشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې کړې ده.

د ولسمشر کرزي د ویندوې دفتر د ستیفن سمیت له خولې وايي، چې د دغه سند مسوده د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې ده او هیله ده چې دغه سند د استرالیا او د افغانستان د حکومتونو له خوا ژر نهایي او د شیکاګو د کنفرانس په جریان کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاس لیک شي.

له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه د استرالیا د دفاع وزیر له قوله زیاتوي:

استرالیا هم غواړي لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکړي او د افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې نړېواله ټولنه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم افغانان یوازې نه پریږدي.