پوتين په افغانستان کې د ناټو هڅې وستايلې

د روسيې منتخب ولسمشر ولاديمير پوتين

د روسيې منتخب ولسمشر ولاديمير پوتين د صدراعظم په توګه د چهارشنبې په ورځ د اپريل په يولسمه د خپل هيواد پارلمان ته په وروستۍ وينا کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او په دې هيواد کې يې د ناټو د هڅو په ارتباط څرګندونې وکړې.

د روسيې منتخب ولسمشر ولاديمير پوتين د روسيې پارلمان ته په ماسکو کې وويل چې روسيه لاهم په افغانستان کې د لويديځو هيوادو د حضور هرکلي کوي.
ولاديمير پوتين ناټو مخاطبه کړه او دا يې هم وويل چې ناټو د سړې جګړې له راپاتې نښو څخه ده.

سړې جګړې ته له اشارې کولو سره سمدستي ولاديمير پوتين وويل، چې ناټو د اوس لپاره په نړۍ کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ثبات لپاره اغيزمنې هڅې کوي.

د روسيې ولسمشر بيا وويل، چې موږ پوهيږو چې په افغانستان کې څه روان دي او هلته موږ له دې سره دلچسپي لرو چې حالات کنټرول شي.
وروسته تر دې چې د ليندۍ په پنځمه د پاکستان په قبايلي سيمه کې د ناټو ځواکونو بمباري وکړه او د پاکستان څلرويشت پوځيان يې ووژل، اسلام اباد د پاکستان له لارې د ناټو پر اکمالاتو لاره وتړله. له دې وروسته په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو اتکاء د اکمالاتو په برخه کې پر روسيې او د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوريتونو ډيره شوه.

ټاکل شوې ده چې د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دهمدې ځواکونو د وسايلو او وسايطو د ايستلو لپاره له روسي چارواکو سره لويديځوالو خبرې کړې دي.

روسيې له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده خو د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزارت سرچينو د انټرفکس اژانس په وينا د چهارشنبې په ورځ وويل، د هوا له لارې له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د وتلو او دې هيواد ته د اکمالاتو د کولو لپاره هغه وخت روسيه چمتو ده چې د روسيې له الوتکو استفاده وشي.

د اتيايمې ميلادي لسيزې په وروستيو کې د پخواني شوروي اتحاد پوځيان له افغانستانه ووتل. همدغو ځواکونو ته د روسيې منتخب ولسمشر اشاره وکړه او ويې ويل، روسيه نه غواړي چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پر اوږدو يې پوځيان جګړه وکړي. ولاديمير پوتين دا هم وويل چې هلته ناټو او لويديځه ټولنه شته، خداي دې دوي روغ لري او وګورو چې څه کوي.