افغانستان کې د زړه د ناروغۍ لومړنی انستیتیوت پرانیستل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې هېواد کې یې د زړه د ناروغۍ لومړنی انستیتیوت پرانیست.

د عامې روغتیا وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې دغه انستیتوت نن ماسپښین د کابل په یوه خصوصي روغتون کې پرانیستل شو.

په اعلامیې کې د دې انستیتیوت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا مهال اکثره هغه افغانان چې د زړه او یا هم ځینو نورو ناروغیو اخته دي، د درملنې لپاره نورو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځي.