افغانستان به د توکیو په کنفرانس کې د پنځو میلیارډو د مرستې غوښتنه وکړي

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وايي، چې افغانستان به د توکیو په نړېوال کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې څخه د خپلو ځواکونو د تمویل لپاره هر کال د پنځو میلیارډو مرستې غوښتنه وکړي.

نوموړي دغه خبره نن په کابل کې د سوداګرو یوې غونډې ته وکړه.

د توکیو کنفرانس د جولای په اتمه له افغانستان سره په مالي مرستو جوړیږي.

تیره ورځ د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند ظاهر عظیمي هم وویل، افغان دولت له هغې د ډیرې مرستې توقع لري چې اوس مهال افغان ځواکونو ته په پام کې نیول شوې ده.

د نوموړي په وینا امریکايي چارواکي اوس دا نظر لري چې باید له ۲۰۱۴ کال نه وروسته نړیواله ټولنه له افغان ځواکونونو سره هر کال څلور ملیارډه او سل ملیونه ډالره مرسته وکړي.