د فلپین په جنوب کې چاودنې لس کسان وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي

د فلپین پولیس وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه بس کې چاودنې لس کسان وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د پولیسو یوه محلي افسر ویلي چاودنه نن سهار په کټاباټو ولایت کې شوی ده.

هغه ویلي اسلامي وسله والو یاغیانو پورې تړلې یوه ډله دغلته د دا شان بریدونو له امله مشکوکه ده.

راپورونه وايي، سخت دریځي وسله وال او مجرمې ډلې د فلپین په جنوب کې له اوږدې مودې راهیسې د ناکراریو تر شاه دي.