د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چاور وزیره هیلري کلنټن وایي، متحده ایالات د مخ په زیاتیدونکو بېلا بېلو امنیتي چیلنجونو یا ازمیښتونو د ځواب ویلو په مقصد د اسیا د ارام سمندر په سېمې کې خپل پوځي ځواکونه ځای په ځای کوي.
کلنټن د امریکا په اناپولیس ښار کې د سمندري ځواک عسکرو ته په وینا کې د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه وویل:
“ موږ اسټرالیا ته د ګډو تمرنیاتو په مقصد سمندري ځواکونه استوو. زموږ د شپږومیاشتو دوره یي ځاي په ځاي کولو لومړۍ جوپه تېره اوونۍ داروین ته ورسیدله.
موږ په سنګاپور کې هم عصري جنګي بېړۍ ځای په ځای کوو. په شمال ختیځي اسیا کي له خپلو متحدانو سره د اډو د عصري کولو په لارو چارو بحث کوو.
موږ زیات کار کوو چې د امریکا او چین د پوځونو تر منځ د غلطو محاسبو او اشتباه ګانو خطر راکم کړو او د دواړو هېوادونو د پوځونوتر منځ دوامداره اړیکي ټینګ کړو”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري دا خبره رد کړه چې وایي، متحده ایالات غواړي د یوه ستر طاقت په څېر د چین د راپورته کیدو مخه ونیسي او پیکنګ یوه داسې سخت سیستم ته ټيل وهي چې د امریکا د متحده ایالاتو په قوت او مرستو تکیه وي.
کلنټڼ وویل، په دي نږدی وختونو کي په اسیا کې کوم نوی سوړ جنګ نه رامنځ ته کیږي او زیاته یي کړه چې د واشنګټن او پیکنګ تر منځ نه یوازي د سوداګرۍ په برخو کي، بلکه په مختلفو برخو کې اړیکي د پراختیا په حال کې دي.