د شمالي کوریا چارواکو وویل، چې په روانه اونۍ کې د سټلایټ د توغولو لپاره ټولې تیاریانې بشپړې شوې دي.
فضایي چارواکو وویل، چې د سې شنبې په ورځ چې کوم خبرې کنفرانس ته بهرني خبریالان هم ورغوښتل شوې وو؛ هغه وخت اعلان وشو، چې دا سټیلایټ به د پخواني ولسمشر کیم دوه سونګ د کلیزې په ورځ واستول شي.
په اټمي وسلو سمبال دغهَ هسواد مخکې اعلان کړی و، چې د اپریل له دولسمه تر شپاړسمه به سټیلایټ واستوي څو د کیم د زوکړې سلمه کلیزه ولمانځي.
شمالي کوریا ټینګار کوي، چې دا کار د سوله ییزو هڅو لپاره کوي خو د امریکا متحد ایالات او جنوبي کوریا وایي، چې شمالي کوریا غواړي، چې توغندی وازمویي او په دې ډول د ملګرو ملتو له پریکړه لیکه سرغړونه کوي.
د جنوبي کوریا رسنۍ همداراز خبر ورکوي، چې شمالي کوریا د دریمې اټمي ازموینې لپاره تیاری کوي.