قاسمیار:د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم شوی

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د ازادۍ راډیو دخبریال اسدالله لودین پوښتنې ځوابوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، له امریکایي چارواکو یې غوښتنه کړې چې د طالبانو هغه پنځه بندیان له ګوانتانامو زندان څخه ازاد کړي، چې له امله یې د قطر خبرې اترې په ټپه ودرېدې.

د سولې عالي شورا چارواکي وایي، که څه هم وسله وال طالبان تراوسه نه دي حاضر شوي چې له افغان حکومت سره مستقیمآ د سولې خبرې وکړي، خو زیاتوي چې د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم شوی دی.

په کابل کې زمونږ همکار اسدالله لودین د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو له سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سره مرکه کړې او په سرکې ترې پوښتلي چې:

په قطر کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو مسله چیرته رسیدلې؟

Your browser doesn’t support HTML5

له محمد اسماعیل قاسمیار سره مرکه