د هرات پر ګذرې ولسوالۍ په ځان وژونکې برید کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته ورسید

د هرات د دولتي روغتون چارواکي وایي، چې د ګذرې ولسوالۍ د ځان وژونکې حملې د تلفاتو شمېر یو لس تنو ته ورسید.

د دې روغتون مشر ډاکټر رقیب شیرزاد ازادی راډیو ته ویلي، چې په وژل شویو کې د یوی نجلۍ او میرمنې په ګډون یولس تنه وژل شوي او درویشت نور ټپیان دی.

د هرات امنیه قوماندان سید اقا ثاقب ازادي راډیو ته وویل، چې د برید کوونکو شمیر دوه تنه وو او یوه یې د ښځو جامې په تن کړې وې.

د کورنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلي او ویلي یې دي، چې د برید کوونکي هدف د کذری ولسوالۍ ودانې وه.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې چاودنه کې درې پولیس وژل شوي.

نن سهار شاوخوا نهه بجې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې ځان وژونکې حمله شوه، خو تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی اخیستی.