د سوریې پولې تنه نږدې یو لبنانی ژورنالیست په ډزو ووژل شو

راپورونه وايي، چې پرون يو لبنانی ژورناليست د سوريې پولې ته نژدې ووژل شو.

ويل شوي، چې د لبنان د الجديد تلويزيون عکاس علي شعبان هغه مهال وويشتل شو، چې د لبنان په خاوره کې يې د (وادي خالد) د شمالي سيمې فلم اخيست.

د امنيتي مامورينو له قوله ويل شوي، چې مرمۍ د سوريې له لوري ورویشتل شوې دي.

کامره مين له لګېدو وروسته روغتون ته يووړل شو، خو تر رسېدو مخکې يې په لاره ساه ورکړه.