پاکستاني پوليس وايي، وسله والو موټرسايکل سپرو پرون (دوشنبه) د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې ظاهراً په يوه فرقوي حمله کې څلور شيعه ګان ووژل.
دا پېښه په ″پرينس روډ″ کې وشوه، چې د کوټې يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه ده.
بلوچستان له ايران او افغانستان سره پوله لري.
د پوليسو يوه ويندوی محمد طارق فرانس پريس خبري اژانس ته وويل؛ چې دا حمله غالباً په فرقوي بنياد شوې، خو پوليس د پېښې د انګېزې او عواملو په باب پلټنې کوي.
په پاکستان کې له ډېرو کلونو راهيسې د سنيانو سخت دريځې ډلې، پر اقليت شيعه وو حملې کوي.
تېر کال د بلوچستان لپاره په ځانګړي ډول له تشدده ډک کال و.
د پرونۍ حملې مسووليت تراوسه چا يا کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.