ایران د نړۍ له قدرتونو سره د خپل اټمي براګرام په اړه خبرو ته حاضر شو

ايران موافقه وکړه، چې د اپريل په څوارلسمه په اسټانبول کې د نړۍ له قدرتونو سره د خپل اټمي پروګرام په باب خبرې وکړي.

له پنځه جمع يو يعني بريتانيا، چين، فرانسې، جرمني، روسيې او د امريکا له متحدو ايالتونو سره د خبرو هدف دا دی؛ چې د دغه هېواد د لانجمنو اټمي فعاليتونو پرسر رکود يا ولاړ حالت پای ته ورسېږي.

ايران په پيل کې منلې وه، چې په اسټانبول کې خبرې کوي، خو وروسته يې د سوريې له اپوزيسيون سره د ترکيې د ملاتړ په خاطر په استانبول کې له خبرو انکار وکړ، ويې ويل، چې د اسټانبول پر ځای حاضر دی، چې په بغداد کې خبرې وکړي.

خو د دوشنبې په ورځ د ايران د ملي امنيت د عالي شورا په يوه خبرپاڼه کې وويل شول، چې د خبرو لومړي پړاو کېدای شي، چې د اپريل په څوارلسمه په اسټانبول کې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې که دا خبرې ګټورې وې، دوهم پړاو يې وروسته په بغداد کې کېدای شي.

ايران وايي، چې اټمي فعاليتونه يې د سوله ييزو هدفونو لپاره دي، خو نور هيوادونه تور لګوي، چې ايران په پټه د اټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي.