د مصر د استخباراتو پخواني مشر وایي، د هېواد د پوځ ملاتړ نه لرم

د مصر د استخباراتو پخواني مشر چې جمهوري ریاست ته یې ځان کاندید کړی وایي، هغه د هېواد د پوځ ملاتړ نه لري.

څلوراویا کلن عمر سلیمان د تیرې جمعې په ورځ جمهوري ریاست ته د خپلو کاندیدیدو اعلان وکړ او په څه باندې دوه ورځو کې یې د اړتیا وړ دیرش زرو لاسلیکونه څخه دو چنده زیات ترلاسه کړل.

څیړونکي وایي، د عمر سلیمان له پوځي سابقي څخه ډیرو ته داسې څرګندیږي، چې هغه د پوځي حاکمې شورا ملاتړ له ځان سره لري .

پوځې شورا په مصر کې د تیر کال فبروری راهیسي چې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک واکمني ختمه شوه، د مصر واک په غاړه اخیستی، خو د دوشنبې په ورځ د مصر له دولتي ورځپانې، الاخبار ، سره په مرکې کې سلیمان له دې انکار وکړ چې حاکمه پوځي شورا یې تر شاه ولاړه ده .

سلمیان د پخواني ولسمشر ،حسنې مبارک د درې لسیزې واکمني په وروستیو ورځو کې د جمهور ریس مرستیال په توګه ټاکل شوی وو .