فرانسې د سوریې د حکومتي ځواکونو د ایستلو په اړه د دمشق نوې غوښتنه غندلی

فرانسې د سوریې له ښارونو او ښارګوټو څخه د روانې میلادې میاشتي په لسمه د سوریې د حکومتي ځواکونو د ایستلو په اړه د دمشق نوې غوښتنه غندلی او هغه یې د نه منلو وړ بللی ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزرات اعلامیه په دې اړه وروسته له هغې خپره شوه، چې د مشق وویل، دمخه تر دې چې دا ځواکونه ووځې مخالفین باید د خپلو شورشونو د ختمولو په اړه لیکلی ضمانت وړاندي کړي. د سوریې حکومت همدا شان له بهرینو هیوادنو غوښتې څو ېې مخالفانو سره مرسته ونکړي .

اوربند د هغې طرح یوه عمده برخه ده چې د عربي اتحادیی او د ملګرو ملتونو د استارې کوفي عنان له خوا وړاندي شوې .

د خپلواکې سوریې د پوځ مشر، ریاض الااسد، رویترز خبرې اژانس سره په خبرو کې د سوریې ولسمشر، بشارالاسد، په دې تورن کړ، چې له شوې معاملې څخه سرغړاوي کوي.

په دې وروستو کې د شخړو له زیاتیدو سره د اروبند په اړه پوښتنې راولاړې شوې دي . د سوریې د حکومت مخالف فعالان وايی د یکشنیي په ورځ د ترکیې پولی ته نیژدې پر مخالفینو د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو په لړ کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

لږ تر لږه د پینځو عسکر په ګډون یوولس تنه نن وروسته له هغې ووژل شول چې د القاعده شبکې سره تړاو لرونکو مشکوکو وسله والو د یمن په جنوبی برخه کې پر یوې پوځې قطعې باندی برید وکړ .

دا حمله په نارام ولایت ، ایوب ، کې شوې چې د القاعده وسله والو پناه ځای بلل کیږي . راپورونه وايي په دې پيښه کې څلور مشکوک وسله وال او دوه قومې کسان چې ددې مشکوکو وسله والو ملاتړ یې کاوه هم وژل شوي دي.

لږ تر لږه د پینځو عسکر په ګډون یوولس تنه نن وروسته له هغې ووژل شول چې د القاعده شبکې سره تړاو لرونکو مشکوکو وسله والو د یمن په جنوبی برخه کې پر یوې پوځې قطعې باندی برید وکړ .

دا حمله په نارام ولایت، ایوب ، کې شوې چې د القاعده وسله والو پناه ځای بلل کیږي، راپورونه وايي په دې پيښه کې څلور مشکوک وسله وال او دوه قومې کسان چې د دې مشکوکو وسله والو ملاتړ یې کاوه هم وژل شوي دي.