ایساف ځواکونو د پکتیا په زرمت کې څه باندې زر کیلوګرامه امونیم نایتریت نیولي

ایساف ځواکونه وایي، چې افغان او نړېوالو ځواکونو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې څه باندې دوه زره کیلو ګرامه امونیم نایتریت نیولي دي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غه امونیم نایتریت تیره ورځ د افغان او نړېوالو ځواکونو لاس ته ورغلل او په تړاو یي څو مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان او نړېوالو ځواکونو تیره ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې زر کیلو ګرامه اپین او ورسره دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.