د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د هند صدراعظم منموهن سنګ د یکشنبې د ورځې په خبرو کې سلا شول چې دواړه هېوادونه باید د خپلو مخالفتونو د حل لپاره ګام په ګام پر مخ لاړ شي.
دواړو مشرانو وویل، کتنه او خبرې یي دوستانه او جوړونکی وې.
د هند صدراعظم منموهن سنګ وویل، زرداري ورته بلنه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي او ده د هغه بلنه منلې ده.
زردارې په یوه غیر رسمي سفر هند ته تللی او دا په تېرو اوو کلونو کی دغه هېواد ته د پاکستان د ولسمشر لومړنی سفر دی.
که څه هم چې هند ته د زرداري سفر رسمې نه دی، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د خرابو شویو اړیکو د ښه کیدو هېلې یي زیاتې کړیدې.
د کشمېر مسلې او د هند پر ضد د پاکستان پوځې فعالیتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی.
څارونکې وایي، هند ته د زرداري سفربه پدي مسلو کي کوم پرمختګ رامنځ ته نکړې.