د قرغزستان چارواکو د شنبې په ورځ په هیواد کې د ۲۰۱۰ کال د انقلاب د دوهم تلین په ویاړ د دغه انقلاب یو یاد ګاري څلی ودراوه.
دا نوی څلی د بیشکیک ښار په مرکزي برخې کې د سپینې ماڼۍ مخې ته چې د پاڅون لومړنی قرباني په کې په ګولۍ لګیدلی و، درول شوی دی.
دا څلی د اپریل د اوومې پاڅون یادونه کوي، چې په نتیجه کې یې د وحت جمهور رییس ″قرمانبیک باقییف″ له واکه لیرې شو او له سلو زیات کسان په کې وژل شوي وو.
په دغه څلي کې د وژل شویو کسانو نومونه لیکل شوي دي.
د څلې د پرانستلو په مراسمو کې د قرغزستان جمهور رییس ″الماس بیک حاتمبایف″، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د مدنې ټولنو مشرانو ګډون کړی و.