د کونړ د سولې د شورا مشر او د هغه ځوی په یو ځان وژونکې برید کې ووژل شول

د کونړ والي وايي، تیره ورځ په دغه ولایت کې ځان وژونکې حملې د کونړ د سولې د شورا مشر او د هغه ځوی وژلي دي.

سید فضل الله واحدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې مولوي محمد هاشم منیب ځای پر ځای او ځوی یې وروسته ساه ورکړې ده.

ولسمشر حامد کرزي د کونړ د سولې د شورا د مشر او د هغه د ځوی وژنه په سختو الفاظو غندلې ده.

تر دې هیڅ کومې ډلې د مولوي محمد هاشم منیب او د هغه د ځوی د وژلو مسوولیت نه دی اعلان کړی.

دا د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له ترور څخه وروسته د افغانستان د سولې د عالي شورا دوهم لوړ رتبه مسوول دی چې په ځان وژونکې حمله کې وژل کیږي.