متحده ایالاتو په مالي کې د وسله والو یاغیانو دا پریکړه چې د دوی تر کنټرول لاندې د دې هیواد شمالي سیمې خپلواکه دي، رد کړې ده.
دغه راز اروپايي ټولنې او افریقايي اتحاديې هم د الطوارق وسله والې ډلې دا اعلان چې د مالي په شمال کې لویه صحرايي سیمه چې دوی يې د ازاواد په نامه خپلواک دولت ګڼي، رد کړی دی.
الطوارق ډلې پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د دوی خپلواک دولت په رسمیت وپیژني او د دې ډلې په وینا دوی به د ګاونډیو هیوادونو د پولو درناوې وکړي.
د مالي اسلام پاله سخت دریځې ډلې غواړي، چې د مالي په شمال کې اسلامي شریعت پلی کړي.