د پاکستان په مختلفو ښارونو کې تیره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته سلګونو کسانو د امریکا پرضد مظاهرې وکړې.
دا مظاهرې د متحده ایالاتو له خوا په پاکستان کې میشتې د لشکر طیبه وسله والې ډلې د موسس حافظ محمد سعید د نیولو لپاره د لس میلیونو ډالرو د انعام د اعلانولو په عکس العمل شوي دي.
په اسلام اباد، راولپنډۍ، ملتان او مظفر اباد کې د مظاهرو پر مهال د امریکا بیرغ وسوځول شو او پر ضد يې شعارونه ورکړل شول.
د راپورونو له مخې مظاهره د دفاع پاکستان د شورا له خوا چې د ښي لاسو سخت دریځو او مذهبي ډلو ملاتړې ده، تنظیم شوې وې.
واشنګټن تیره دوشنبه د حافظ محمد سعید د نیولو او یا د هغه په نیولو کې د همکارۍ په بدل کې دا نقدي جایزه اعلان کړه.
نوموړی تورن دی، چې د ۲۰۰۸ م کال د ممبي د حملو چې له ۱۶۰ زیات کسان په کې ووژل شوه، په شمول د یو شمیر تروریستي بردیونو پلانونه يې طرحه کړي دي.