پر "ټري کپس اف ټي" کتاب باندې یو میلیونه ډالره جریمه ولګیده

امریکايي لیکوال (ګریګ مورتینسن) چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې یې د خپلو تجربو پر اساس یو ډير خرڅيدونکی کتاب (ټري کپس اف ټي) يا (دچایو درې پیالې) لیکلی وو، یو میلیون ډالره جریمه شو.

ښاغلی ګریګ به د (مرکزي اسیا انستیتوت) یا ( CAI) په نوم د هغې خیریه موسسې د رهبري له ډلې هم ووزي چې په افغانستان او پاکستان کې د ښونځيو له جوړیدو سره مرسته کوي.

د مورتنینسون پخوانیو همکارانو د هغه پر ضد ادعا کړې وه، چې د کتاب د لیکلو لپاره یي ځینې ډیرې له هیجان څخه ډکې صحنې په خپله رامنځ ته کړې دي او واقعیت نه لري.

د ده پر ضد دا ادعا هم شوې چې د خپلې خیریه موسسې له درکه په لاس ورغلې پيسې یې هم د خیریه فعالیتونو پر ځاي د ځان لپاره لګولي دي.

د ده کتاب د دې سبب شو، چې د نړۍ خلک د هغه خیریه موسسې ته میلیون هاوو ډالره مرسته وکړي.