په کندهار کې د ناټو د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله ۷تنه وژل شوي

د چارواکو په وینا لږترلږه اوه تنه په کندهار کې د ناټو د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله وژل شوي دي.
خبري رسنۍ د سیمه ایزو مسولینو په حواله وايي، چې په کندهار کې د ناټو د تیلو ټانکر اول چپه شو او بیا یې اور واخیست او دا کسان ټول په کې وسوځيدل .

د کندهار د پولیسو امر عبدالرزاق خان ویلي دي، چې پيښه په پنجوايي کې شوې ده او درې تنه ملکي کسان یې سخت زخمیان کړي هم دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې د تیلو دا ټانکر دوي په راکټ ویشتی دی، خو پولیسو ویلي دي چې د پيښې په وخت هیڅ داسې حرکت نه دی لیدل شوی .