د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي ژمنه وکړه، چې که د مې په شپږمه بيا ولسمشر غوره شو د فرانسې پورونه به ختم کړي او د بودجې کسر به پای ته ورسوي.
د راي ورکولو تر لومړي پړاو اوولس ورځې مخکې د خپل منشور د وړاندې کولو په مهال ولسمشر سرکوزي وويل چې په جولاي مياشت کې به پارلمان ته يوه طلايي مقرره معرفي کړي چې پراساس يې فرانسه د خپلې بودجې انډول کولو ته هغسي ژمن کېږي چې دا هيواد خپلو اروپايي شريکانو ته شوي و.
نظرپوښتنې ښيي چې سرکوزي تر خپل اصلي سيال، د سوسياليست ګوند کانديد، فرانکو هولاندې يو څه مخکې دي خو لا هم داسي ښکاري چې هولاندې به انتخابات دوهم پړاو ته ورسولي شي.
داسي څرګندېږي چې سرکوزي، وروسته له دې چې د مسلمانو سخت دريځو پرضد اقدامات وکړل، خپلې رايې زياتې کړې.