د ايران د بهرنۍ پاليسۍ د کمېټې رييس وايي، ايران نه غواړي چې ترکيه د تهران د اتومي پروګرام پرسر د نړۍ له قدرتونو سره د ايران د خبرو کوربنه وي.
علالدين بروجردي پرون وويل، ايراني چارواکي لېواله نه دي چې ترکيه دې کوربه توب وکړي.
بروجردي د خبرو د ځای لپاره بغداد غوره وباله.
ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن د چهارشنبې په ورځ پر ايران ږغ وکړ چې ژر تر ژره د خپل اتومي پروګرام پر سر خبرو ته تيار شي.
مېرمن کلنټن وويل، ايران بايد دا جدي وګڼي چې د دغه هېواد اتومي پروګرام په پټه د اتومي وسلې لپاره نه دي او کنې له نورې انزوا او اقتصادي بنديزونو سره به مخامخ شي.