د بدخشان په کشم کې په شوي برید کې یو پخوانۍ جهادي قومندان وژل شوی

په بدخشان کې ځایي چارواکي وایي، چې په کشم ولسوالۍ کې په شوې حمله کې د یو پخواني جهادي قومندان په ګډون دوه کسه وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي.

دا حمله نن له ماسپښین وروسته د کشم په بازار کې شوې او ویل کیږي، چې هدف یي هم دغه پخوانې جهادي قومندان وو.

د بدخشان ولایت د امنیت امر سمونوال سخي داد ازادۍ راډیو ته د پیښې جزیات داسې بیان کړل:

(یو ځان وژونکې، چې هدف یي د یو پخواني جهادي قومندان نازک میر وژل وو د کشم په بازار کې دغه قومندان له منځه وړې، په مجموع کې پدې حمله کې شپاړس کسان ټپیان او دوه کسه وژل شوي.)

د حمله کوونکي د هویت په اړه معلومات ندي ورکړل شوي او په ورته وخت کې دا هم نده معلومه، چې ددې حملې په ټپیانو کې څومره ملکي وګړي دي.