د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول په روانې اوونۍ کې قطر ته لاړ او هلته یي له قطري چارواکو سره خبرې وکړې.
د قطر امیر او د بهرنیو چارو وزیر یي وویل، د افغانستان د سولې په عملیې کی به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړې او د زیاتو تماسونو په مقصد به په کابل کی سفارت هم پرانیزي.
خو خبره بیرته افغانانو ته راجع کیږي. د افغانستان حکومت وایي، د سولې عملیه به افغاني وي ، امریکا، قطر او نور هیوادونه د سولې د خبرو لپاره ښه چاپېریال برابرولاي شي خو پریکړه به افغانان کوي.
ستونزه دا ده، چې طالبان په افغان حکومت او د افغانستان د سولې په عالي شوری باور یا حساب نکوي او ددغې شوری د مشرتابه د بي طرفۍ او د کارونو د شفافیت په اړه شکونه لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه
له بلې خوا، بهرنیانو له افغانستان څخه کډې بار کړې ، خو وایي، دا ځل افغانان په میدان نه پریږدې. دوي وایي، د سولې عملیه باید عملې شي او دا اوږده جګړه باید ختمه شي.
دا چې دا جګړه به څنګه او په څه ډول ختمه شي؟ آیا افغانان د سولې او پخلانیې د عملی کیدو توان او امکان لري؟ افغانان تر کومه حده په خپلو کې یو پر بل اعتماد او بارو لري؟ دا انورې پوښتنې به درنو میلمنو سره په خبرو کې ځواب شي.
د کابل په سټدیو کې رابللې میلیمانه دي:
۱ - د سیاسي مسلو کارپوه ښاغلی شمس الدین حامد
۲ – د ولسې جرګې غړې محترمه فوزیه کوفي
۳ – د سیاسي او حقوقي مسلو کارپوه ښاغلی عبدالستار سعادت
دغه راز به د افغانستان د سولې د عالي شوری غړی او د بندیانو د د چارو د څیړنې د کمیټې رئیس ښاغلی مولوي ارسلا رحماني هم د تيلفون په لیکه زمونږ میلمه وي.