که غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ویل دا چې په دریاب کې ګوهر نشته
که په ځینو کارونو پسې غوټې وهل يا شله کیدل ګټور کار دی، نو په ځینو کارونو کې بیا دغه کار ستونځې راپیدا کولی شي، ځينې ځوانان د خپلې شلګۍ د لاسه هم خپل ملګري او هم نور پوزې ته راولي.
ثناء الله هغه ځوان دی، چې له ډیر زحمت او همت وروسته یې د خپل منزل ګوهر تر لاسه کړی دی.
ځینې ځوانان به مو لیدلي وي، چې په موټر کې يو بل ته شله وي، يو وايي چې زه کرایه ورکوم بل وايي چې نه زه، له هوټله د راوتلو په وخت د لارې په منځ کې که کله د پیسو په ورکړه سره لاس چنګاو وي، نو کله بیا یو یوه ته وايي چې ته وړاندې شه، بل هغه بل ته وايي چې نه ته به وړاندې کيږې.
کله کله بیا د خوړو په وخت کې هم همداسې کوي، که ځینې ځوانان دا شله ګي یا ست کول له خپل ملګري سره د خپلې مینې ډیروالی بولي، نو ځینې بیا ندي ورسره جوړ.
که څه هم داسې څه په ښاري ځوانانو کې هم تر سترګو کيږي، خو ليکوال او ژورناليست سعید زابلی وايي، چې دا خبرې په کلیو کې ډیرې دي، دی وايي چې که چیرې ملګري غواړي چې ملګرتیا یې تر ډیره ژوندۍ پاتې شي، باید په هر کار کې تعادل ته پام وکړي او ټولنيز اخلاق داسې مراعت کړي، چې د چا د سرخوږي سبب نه شي.
ملګرو د تیمور شاه پاچا او د ميږي کیسه به مو اوریدلي وي، چې مېږی اوبو ته غورځيدلی و، خو له څو ځله ناکامۍ وروسته په دې بریالی شو، چې له اوبو راپورته شي او تیمورشاه پاچا ترې د همت نوی درس واخلي، نو په ځینو کارونو کې شله ګي هم ښه وي، هغه څوک منزل ته رسیدلی، چې په وار وار غورځیدلی، کړیدلی خو همت یې له لاسه ندی ورکړی، ثناء الله ځاځی هم همداسې څوک دی.
څلورويشت کلن ځوان ثناء الله د پکتیا ولایت د اريوب ځاځیو سيمې اوسیدونکی دی، په هیواد کې دکورنیو جګړو پر مهال یې کورنۍ پاکستان ته کډه شوه، چې مال، دولت، کور، شته هر څه دلته ترې پاتې شول.
د پلار دا خبره چې (خیر دی بچی، په ژوند کې دا راځي) د هغه زړه ته کوزه شوه او له هماغه ماشومتوبه یې همت کول او د کړاو زغمل زده کړل، د ښوونځي لومړۍ ورځ د هغه د ګټې وټې او د کار لومړۍ ورځ هم وه.
ثناء الله څه موده وروسته په يوه خصوصي ليسه کې زده کړه پیل کړه، چې د کورنۍ په ګډون د خپل ښوونځي مصارف هم ورپه غاړه شول، نو بیا یې له يوه دوکاندار سره کار پیل کړ، چې هم د دوکاندار لاس پرې سپک و او هم د ده کار ورسره جوړ و.
ده د خپل ښوونځي او کار تر څنګ انګريزي ژبه هم زده کړه او څو کاله وروسته له لسم ټولګي عمومي اول نمره فارغ شو، د نورو زده کړو لپاره کابل ته راغی او په خوشال خان عالي لیسه کې یې زده کړې پېل کړې، همت یې لا هم ملګری و، يوې انګريزۍ ورځپاڼې ته به یې ژباړې کولې، په ۱۳۸۶ کال کې فارمسۍ پوهنځي ته بریالی شو، چې بیا ورته په يوه خصوصي ښوونځي کې د دندې وړانديز وشو.
کله چې ثناءالله له فارمسۍ فارغ شو، نو د افغان ځوانانو په استازيتوب د ځوانانو معينيت لخوا په هندوستان کې د سارک ځوانانو غونډې ته د ګډون لپاره ولېږل شو، خو هلته داسې څه وشول، چې ده یې په اړه فکر هم نه و کړی.
وايي، چې ډير ځله يو عظيم انسان له ډیرو ناکامیو وروسته لوی بري ته رسيږي، ثناء الله هم هر وخت هڅه کوله چې لوی بري ته ورسيږي، هغه له خپل يوه ملګري پیسې قرض کړې او يو خصوصي ښوونځی یې جوړ کړ، چې په لنډ وخت کې یې د زده کوونکو زړونه وګټل او د ښوونځي دوهمه څانګه یې هم پرانيسته او خپل قرض یې هم لنډ کړ.
ثناء الله که څه هم فارمسۍ پوهنځي څخه فارغ دی، خو اوس مهال په يوه شخصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د پنځم سمستر محصل دی،چې غواړي په همدې برخه کې ماسټري هم ترلاسه کړي،دی خوشاله ده، چې اوس په کابل کې ښه کور، ښه موټر او ښه ژوند لري، دی همدا راز د خپل ځان مثال ورکوي او وايي چې ځوان باید هيڅ کله هم ناهیلی نشي، لکه زما غوندې تل له کړاوونو او ستونځو سره مقابله وکړي.