د کندهار په ژیړې ولسوالۍ کې نن د طالبانو یو ځایي مشر نیول شوی

ایساف وایي، چې د کندهار په ژیړې ولسوالۍ کې یي نن د طالبانو یو ځایي مشر نیولې دې.

ددغو ځواکونو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ددغه مشر د نیولو لپاره دوی او افغان ځواکونو په ګډه عملیات کړي وو.

په خبر پاڼه کې که څه هم د نیول شوي کس هویت نه دې څرګند شوې، پر ده تور لږول شوې، چې د کندهار او پاکستان ترمنځ یي د طالبانو تګ راتګ تنظیموو او طالبانو ته یي نوي کسان جذبول.

وسله والو طالبانو بیا تردې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.