امریکا په رسمي توګه د سیپټمبر د ۱۱مې پيښې په اړه د القاعده ۵غړي تورن کړل

د امریکا متحدو ایالتونو په رسمي توګه د القاعده شبکې هغه پنځه مشکوک غړي تورن کړل چې ویل کېږي د دوه زره یوم کال د سیپټمبر د یولسمې نیټې بریدونه یې پلان کړي وو. په دې بریدونو کې نژدې د درې زره کسان وژل شوي وو .

له پاکستاني ټبره خالد شیخ محمد سره د دې بریدونو په پلانولو او عملي کولو کې د یمن ولید بن عطاش، پاکستاني ټبره علي عبدالعزیز او د سعودي عربستان تبعه مصطفی احمد الهو ساوي تورن دی.

دا پنځه واړه دا مهال په ګوانتنامو کې د امریکا په پوځي زندان کې دي چیرې چې به دا پوځي محاکمه هم ترسره شي.