افغان ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له نړېوالې ټولنې او امریکا څخه غوښتي، چې د افغانستان د ملي اردو په تجهیز او پر وسلو سنبالولو کې دې خپلې مرستې پراخې کړي.
هغه دا غوښتنه د چارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جیمز ماتیس سره په ارګ کې د خبرو پرمهال کړې.
د ولسمشر د ویندوې دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې چې د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ هم موجود و د افغانستان د ملي اردو په جوړښت، تمویل او تجیز خبرې وشوې او ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان اردو باید غیرې سیاسي او یوازې پر مسلکي او ملي معیارونو ولاړه وي.
نوموړې همدارنګه ټینګار کړی، چې په وسلوالو ځواکونو کې دې ټولې ټاکنې باید د وړتیا پر بنسټ وي.
په عین حال کې ولسمشر کرزي په میمنې کې د چارشنبې د ورځې هغه ځان وژونکي حمله هم غندلې چې په کې پنځه تنه ووژل شول او تر پنځه ویشتو زیات نور ټپیان شول.