م.م ښايي له سوريي وغواړي چې له ټاکلي نیټې سره سم خپل پوځونه له کلیو وباسي

رپوټونه وايي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا پينځلس غړي ښايي د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې د سوریې له حکومت څخه وغواړي، چې له ټاکلي نیټې سره سم خپل پوځونه له کلیو څخه وباسي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عرب لیګ استازي د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وویل، چې د دمشق حکومت موافقه کړې ده، چې د اپریل تر لسمې نیټې له ګڼ میشتو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي.

د امریکا متحد ایالات چې د اپریل په میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي ، د دې په ځواب کې یوه اعلامیه برابروي.

دیپلوماتانو رویټرز اژانس ته ویلي، چې ښايي دا اعلامیه د چهارشنبې او یا پنجشنبې په ورځ نهايي او خپره شي.

د امنیت شورا دا وار پریکړه لیک نه صادروي بلکه داسې غیراجباري اعلامیه خپروي چې د شورا د ټولو غړو ملاتړ ولري.