د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یي ۶مخالفین وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دولت شپږ ولسوال مخالفین وژلې او اووه نور یی ژوندي نیولي دي.

دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا وسله وال مخالفین په هغو عملیاتو کې وژل شوي او نیول شوي، چې په کاپیسا، هلمند، کندهار، میدان وردکو، غزني ، کندز او غور ولایتونو کې شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې پدې عملیاتو کې یوه اندازه وسله، مهمات او نشه یی توکې هم نیول شوي، خو پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

له بل لوري وسله والو مخالفینو هم تراوسه پورې ددې ادعا په اړه کومه تبصره نده کړې